موږ هڅه کوو چې د افغانانو د مهاجرت لاملونه له منځه یوسو

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو سرپرست وزیر وویل: موږ هڅه کوو چې بهر ته د افغانانو د مهاجرت لاملونه له منځه یوسو.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت چارواکو پنجشنبه د سلواغه په ۴مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د دغه وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر په کابل کې د ناروې د کډوالو شورا له سرمنشي یان اګلېند سره وکتل.

 اګلېند په دې کتنه کې وويل هڅه کوي څو د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو له وزارت سره په همغږۍ د کډوالو لپاره د سرپناوو برابرولو برخه کې ونډه ولري.

 مولوي عبدالکبیر له دغې شورا سره د همکارۍ د ډاډ تر څنګ له ګاونډیو هیوادونو څخه د مهاجرینو راستنیدو او داخلي بې ځایه شویو ته اشاره وکړه او ویې ویل:اسلامي امارت هڅه کوي د کډوالۍ لاملونه له منځه یوسي، خو تر هغه چې افغانستان له اقتصادي اړخه پر پښو ودرېږي د نړۍ بشري مرستو ته اړتیا ده.

 د ایرنا د راپور له مخې، په تیرو څلورو لسیزو کې د ختیځو او لویدیځو قدرتونو د اشغال له امله له لسو میلیونو زیات افغانان د ایران د اسلامی جمهوریت، پاکستان، عربو او لویدیځو هیوادونو ته مهاجر شول.

 د پیغام پای/

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .